د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې لېګ سپینر توپ اچوونکي، راشد خان د هندوستان کریکټ غوره لیګ په سږ کال لوبو کې د غوره توپ اچونې ريکارډ جوړ کړ.
هغه تېره شپه د ډیلي کاپیټل پر وړاندې، په څلور اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوزولو سره یواځې اووه منډې ورکړې.
د راشد خان په ۱۷ بالونو هيڅ منډه رانغله.
دا د سږکال آی پي ايل سياليو تر ټولو غوره اقتصادي توپ اچونه شوه.
راشد خان د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې لپاره په سږني آی پي ايل کې ۱۲ لوبې ترسره کړي او ۱۷ لوبغاړي يې سوځولي دي.
سنرایزرز لوبډلې تیره شپه ډیلي ته د ۲۲۰ منډو هدف ورکړی و، چې ډیلي د ټولو لوبغاړو په سوزیدو سره لوبه د ۸۸ منډو په توپیر سره وبایلله.